په یوه اوونۍ کې د رېل له لارې ۱۷۰ زره ټنه انتقالات، صادرات زیات شوې

ټولګټو وزارت اعلان کړی چې په تېره اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۰ زره ۶۲۶ مټریک ټن انتقالات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳۳۵۱) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۲۹۷۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۹۵۴۴) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۲۴۷۶۱) ټنه انتقالات شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۰) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او معدني ډبرې دي

ښاغلي حق‌شناس دا هم لیکلي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د نوموړي په وینا، ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3335E
دکمه بازگشت به بالا