پوتین چین ته تللی؛ د اوکراین جګړې په تاریخ کې د اصلي متحد سره لومړنۍ مستقیمې خبرې

ولادیمیر پوتین بیا چین ته تللی دی خو دا ځل په دې توپیر چې د اوکرایین د جګړې له پیله لومړی ځل دی چې روسی ولسمشر له خپل اصلي متحد سره ګوري.

هغه هم داسې چې نه د شي جین پېنګ د لاس لاندې “تابع” وي او نه هم په لوېدیځ بندیزونو کې ایسار. بلکې د نړۍ د ځواکمن اقتصاد او پوځ څښتن، د امریکا ولسمشر سره د برابر شریک په توګه خبرې کوونکی، له داسې یو هېواد سره چې د چین تر ټولو ستر سیال دی.

دا سفر د پوتین لپاره د بري په مانا دی، ځکه هغه له الاسکا راستنېږي، هلته یې ډونلډ ټرمپ د امریکا پر خاوره په ځانګړي مراسمو هرکلی وکړ او پوتین امریکایی اړخ قانع کړ چې نور د اوکرایین پر نه بمبارولو ټینګار و نه کړي او د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو ګواښونه هم پرېږدي.

په چین کې پوتین ته د هرکلي لويه غونډه جوړه شوې. د شنګهای د همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه په بندري ښار تیانجین کې ترسره کېږي او لسګونه سیمه‌ییز مشران یې ګډونوال دي. سږنۍ سرمشرېزه د شانګهای همکاریو سازمان ۲۵مه غونډه ده.

د دې ډلې له ګډونوالو د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون هم دی، هغه چې له لوېدیځ ضد شعارونو سره نابلده نه دی. بل ګډونوال د هند لومړی وزیر نریندرا مودي دی چې له واشنګټن او بیجېنګ سره یې اړیکې پېچلې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5134a
دکمه بازگشت به بالا