پوهاند محمداجان حقپال افغانستان خپل یو وتلی علمي او ادبي شخصیت له لاسه ورکړ

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې پخوانی استاد او د هېواد وتلی علمي، ادبي او روزنیز شخصیت پوهاند محمداجان حقپال د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سره مخه ښه کړې ده. استاد حقپال د هغو درنو اکاډمیکو شخصیتونو له ډلې و چې د خپلو علمي هڅو، ښوونیزو فعالیتونو او ادبي څېړنو له لارې یې د هېواد د فکري شتمنۍ په بډاینې کې نه هېریدونکی نقش ادا کړی دی.
د پوهاند حقپال لور او د کابل پوهنتون پخوانۍ استادې اریانا حقپال تېره ورځ (جمعه، د لړم ۳۰مه) په یوه لنډ بیان کې ویلي چې پلار یې د ناروغۍ له اوږدې مبارزې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. د هغې په خبره، استاد د خپل ژوند تر وروستیو شېبو پورې هم د علم، ادب او زدهکوونکو د روزنې په اړه ژوره مینه او فکري ژمنتیا لرله.
پوهاند ډاکټر محمداجان حقپال په لغمان ولایت کې زېږېدلی و او د کابل او ننګرهار پوهنتونونو د پښتو ادبیاتو له هغه استادانو څخه شمېرل کېده چې د مسلکي توان، هېوادپال دریځ، ژور علمي بنسټ او د تدریس عالي سبک له امله د درناوي وړ شخصیت ګڼل کېده. هغه د پښتو ادب په برخه کې د دوکتورا علمي سند درلود او د ادبپوهنې، ژبپوهنې او متنپوهې په برخو کې یې ځانګړی تخصص او پراخ علمي کار کړی و.
د استاد حقپال علمي او ادبي میراث بېلابېل اړخونه لري. د هغه څېړنې، مقالي، علمي لیکنې، انتقادي څېړنې او تدریسي فعالیتونه د پښتو ادبیاتو د معاصر بهیر په سمون، معیاري کېدو، فکري ژورتیا او ادبي غنا کې بنسټیز رول لري. د استاد د لیکوالي سبک روان، ملي، ژور او د فکري رڼا خپروونکی و، او د ده هره لیکنه د ژمنتیا، امانتدارۍ او وطنپالنې انځور ګڼل کېږي.
حقپال یوازې یو ادیب او استاد نه و، بلکې د رسنیز ډګر یو فعال او اغېزمن غړی هم و. د ژمن خبریال، بااحساس لیکوال او دقیق مترجم په توګه یې د ژورناليزم په برخه کې هم ارزښتناک خدمتونه کړي، چې اغېزې یې تر اوسه د هغه په شاګردانو، همکارانو او د پښتو ادب د مینهوالو په منځ کې محسوسې دي.
د پوهاند حقپال د مړینې خبر د هېواد په علمي او ادبي ټولنو کې ژوره خواشيني رامنځته کړې ده. ګڼ شمېر استادانو، لیکوالانو، شاعرانو او د هغه پخوانیو زدهکوونکو د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي او د استاد فکري میراث یې د پښتو ادب لپاره نه جبرانېدونکی تاوان بللی دی.

