پښتین پاکستان خپله ناکامي پر بې‌ګناه افغانانو خالي کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان پوځ تورن کړی چې ګواکې “د خپلې ناکامۍ غچ له تش‌لاس” خلکو اخلي او په وینا یې، د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته یې “تکلیفونه” پیدا کړي دي.

ښاغلي پښتین دا څرګندونې پرخپله فېسبوک‌پاڼه کړې دي. هغه د پاکستان حکومت له لوري هلته د مېشتو افغان کډوالو په زور د ایستلو او بې‌کوره کولو لړۍ او په همدې حال کې یې د دوی پرمخ د لارو تړلو مسئلې باندې نیوکه کړې ده.

ښاغلي پښتین ویلي، “د بر وطن افغانان یې له یوې خوا له کورونو ایستلي او له بلې خوا یې د تورخم دروازه ورباندې تړلې ده.”

منظور احمد پښتین همداراز ویلي چې له دې کبله “خلک په لارو کې د تکلیف شپې ورځې تېروي خو د پاکستان واکداران هېڅ شرم نه لري چې تش‌لاس ماشومانو نه د خپلې ناکامۍ انتقام اخلي.”

ښاغلي پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته سپارښتنه کړې چې له ستنېدونکو افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6824a
دکمه بازگشت به بالا