پکتيکا کې ۱۱ کسان د ځنګونو پرې کولو پرمهال نيول شوي
د پکتیکا امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د یاد ولایت په سروضې ولسوالۍ کې هغه ۱۱ کسان نیول شوي چې په «مارزکو» غرونو کې یې د ځنګلونو شنې ونې پرې کولې.
د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان د یاد ولایت د ځنګلاتو ساتنې او څارنې قطعې منسوبينو نیولي دي.
د مسوولینو په وینا چې نیولشوي کسان به تر لومړیو څېړنو وروسته اړوند ادارو ته ور وپېژندل شي.