پکتیا کې د پنځه کسان د جعلي اسنادو په تور ونیول شول

کورنیو چارو وزارت وایي، چې په یاد ولایت کې پنځه کسان بهر ته د تګ لپاره د جعلي اسنادو جوړولو په تړاو نیول شوي دي.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا کسان د پکتیا ولایت «احمدخېلو» ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو نیولي، او له لومړنیو څېړنو وروسته به اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په هېواد کې لسګونه کسان د اسنادو د جعلي‌کولو په تړاو نیول شوي وو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f451f
دکمه بازگشت به بالا