پکتیکا: برمل ولسوالۍ ته نوی ولسوال معرفي شو، ولس ته د خدمت ژمنه وکړه

د پکتیکا ولایت مقام رسنيو دفتر وايي، چې د ولايت مقام د دفتر رئیس مفتي محمد ابراهيم اغا برمل ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د يادې ولسوالۍ لپاره نوی ټاکل شوی ولسوال ملا نظر محمد مظلوم يار خپلې نوي دندې ته معرفي کړ.

مفتي محمد ابراهيم اغا په خپلو خبرو کې ويلي، چې د نوي ولسوال د ټاکنې موخه د ولس ستونزو ته رسېدنه او د ښې حکومتولۍ رامنځته کول دي. نوموړي له خلکو غوښتي، چې له نوي ولسوال سره د سيمې د پرمختګ او خلکو د خدمت په برخه کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

دغه راز د پکتيکا ولايت د دفتر رئيس مفتي محمد ابراهيم اغا د برمل ولسوالۍ له روغتيايي مرکز څخه هم ليدنه کړې او اړوندو ادارو ته يې لارښوونه کړې، چې د روغتيايي خدماتو د لا ښه والي لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو هم د نوي ولسوال هرکلی کړی او د سيمې سوکالۍ او پرمختګ لپاره يې د ګډ کار ژمنه ورکړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5172a
دکمه بازگشت به بالا