پکتیکا: د سروضې مرکزي مدرسه په ۲۲۰ زره افغانۍ برېښنايي شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې رياست وايي، چې د دغه ولايت سروضې ولسوالۍ مرکزي دیني جهادي مدرسې لپاره د ۲۲۰ زره افغانيو په لګښت د سیمې خلکو په همکارۍ د برېښنا سیستم فعال شو.
د سروضې ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي حبیب الرحمن مصباح ويلي: «مدارس د ټول ولس او امارت بنیادي او د عقیدې مشترکات دي چې همیشه یې ولس ملاتړ کړی او هيله لري دغه همکارې لا پراخه شي.»
د مدرسې استادانو او طلباء کرامو خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې د برق نشتون ستونزه یې حل او ورسره به د دوی اداري او تدریسي برخه لا فعاله شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a699s
دکمه بازگشت به بالا