پکتیکا روغتون کې ۵۸۵۱ جراحي عملیات ترسره شوي

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وایي، تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د پکتیکا ولایتي روغتون کې ۵ زره ۸۵۱ جراحي عملیات ترسره شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۲ زره ۹۲۶ لوی او ۲ زره ۹۲۵ کوچني عملیات وو، چې د مسلکي ډاکټرانو له لوري د روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په همدې موده کې ۱۵ زره ۸۸۴ ناروغانو ته داخل بستر او ۲۷۳ زره ۹۲۴ کسانو ته خارج بستر خدمات هم وړاندې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، روغتیايي سکتور کې د ظرفیت لوړوالی سبب شوی چې اوس ډېر داسې عملیات په هېواد کې دننه ترسره شي، چې پخوا ناروغان بهر ته لېږدول کېدل.

دکمه بازگشت به بالا