پکتیکا: مولوي لعل محمد ګوهر د کرنې او مالدارۍ رياست مشري پيل کړه

د پکتیکا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لپاره نوی ټاکل شوی رئیس مولوي لعل محمد ګوهر د پکتیکا والي، مرستیال والي او نورو مسؤلينو په شتون کې معرفي او خپله دنده يې رسماً پيل کړه.

دندې ته د نوي رئیس د پېژندنې پرمهال د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد په خپلو خبرو کې وويل:
«امارت د اطاعت په اساس بنأ دی او لازمه ده چې د مشرانو اطاعت او لارښوونې د شريعت په چوکاټ کې په ځان ومنوو.»

مولوي لعل محمد ګوهر له دې وړاندې د خوست ولایت د فرمانونو د څار او تعقیب ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله او د پکتیکا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست پخوانی رئیس مولوي محمد زمان عمري بیا د خوست ولایت کې د فرمانونو د څار او تعقيب رياست د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a746s
دکمه بازگشت به بالا