پکتیکا: والي او چارواکو راستنېدونکو ګډوالو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ

د پکتیکا ولایت مقام رسنيو دفتر وايي، چې وړمه ورځ د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد، د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالقدوس اعظمي، د ارشاد حج او اوقافو رئیس شیخ عید ولي حلیمي او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا محمد امین حذیفه د انګور اډې له لارې راستنېدونکو ګډوالو پنډ غالي کې له افغان ګډوالو سره ولیدل او د هر راز همکارۍ ډاډ یي ورکړ.
ياد دفتر ليکلي، چې د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد راستنېدونکو ګډوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د پنډغالي مسؤلېنو ته یي سپارښتنې وکړې چې د راستنېدونکې ګډوالو سره ښه چلند، نرم سلوک او ټولو غوښتنو ته پر وخت رسیدنه وکړئ.
ښاغلي عابد زياته کړې: «راستنېدونکو ګډوالو لپاره یاد پنډ غالی شپه ورځ فعاله او ټول کارمندان به تاسو سره همکار وي تر څو تاسو خپلو ولایتونو، ولسوالیو او سیمو ته په خوندې ډول انتقال کړي.»
د ارشاد حج او اوقافو رئیس شیخ عید ولي حلیمي راستنېدونکو ګډوالو ته ویلي: «مونږ ویاړو چې له زیاتو کلونو وروسته له خپلو وروڼو سره یو ځاي کېږو، مونږ شپه ورځ چمتو یو ستاسو هر ډول خدمت وکړو، هېڅ د ناهېلۍ فکر مه کوئ»
د ويلو ده، چې تېرو دوو اونیو کې د انګور اډې له لارې شااوخوا ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې او خپلو سیمو او کلیو ته لېږل شوي دي.

