پکتیکا والي: د قومي مشرانو مشروع غوښتنې به تعقیب او حل شي.

د پکتيکا ولايت مقام رسنيو دفتر وايي، چې د دغه ولايت والي ملا عبدالخالق عابد نن د ګومل، چهاربران او نکې ولسواليو له قومي مشرانو سره جلاجلا ناستې کړې دي.
ياد دفتر ليکلي: «قومي مشرانو د خپلو سیمو د پرمختیایي او اداري چارو اړوند خپلې غوښتنې له ملا عبدالخالق عابد سره شریکې کړې. ملا عبدالخالق عابد قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی مشروع غوښتنې به د حل په موخه اړوندو ادارو ته ورسوي او د عملي ګامونو لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.»
نوموړي زیاته کړې، چې د ولسونو همکاري د نظام د پیاوړتیا، ثبات او پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري او د هرې ستونزې حل لپاره به له ولسونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1255s

