پکتیکا کې د کلدارو پر راکړې ورکړې دوه پټرول پمپونه مهرلاک شول

د پکتیکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، چې د نرخونو کنټرول او افغانیو د ترویج کمېسیون مرکز ښرنه کې د پټرولو پمپونو څخه د څارنې پرمهال پر کلدارو د راکړې ورکړې له امله دوه پټرول پمپونه مهرلاک کړل.
ياد رياست ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ رئیس ملا ښادي خان حسین حیدري تر دې وړاندې هم په ځلونو پر پاکستانۍ کلدارې د راکړې ورکړې پر بندیز ټینګار کړی او سوداګرو ته یې د افغانیو د کارولو سپارښتنه کړې وه
لینک کوتاه
https://sarie.news/W207W

