پېښور: تحریک انصاف د عمران خان د خوشې لپاره د ولسي مظاهرې چمتووالی نیولی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځینې غړي وایي، د عمران خان د خوشې کولو لپاره یو ځل بیا د ولسي ځواک مظاهره کوي، خو دا ځل جلسې اسلام اباد کې نه بلکې پېښور کې کېږي.

دا ډله وایي، دوی د دې غونډې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی او د خیبر پختونخوا سربېره د هېواد له نورو سیمو هم کاروانونه پېښور ته روان دي.

د وزیر اعلی ویاند احمد فراز مغل ویلي، کاروانونه به له پنجاب، سېند، بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمیر څخه پېښور ته راورسېږي.

د جلسې لپاره د پېښور انتخاب په اړه د جماعت مشرانو ویلي، په تېرو وختونو کې په اسلام اباد یا لاهور کې د غونډو پر مهال د دوی کارکوونکي هدف ګرځول شوي وو.

هغوی د تېر نومبر پر ۲۶ مه د جلسې په اړه ویلي، چې په اسلام اباد کې پر غونډې ډزې شوې وې، له همدې امله یې پېښور انتخاب کړی دی.

د دغه ګوند د مشر عمران خان د بلنې پر اساس د دې جلسې هدف د حکومت پر وړاندې د فشار زیاتول او د عمران خان د خوشي کولو هڅه ده.

د پېښور د رېنګ روډ په نژدې سیمه کې د جلسې لپاره ستیج جوړ شوی او د جلسې ځای ته د رسېدو لپاره منظم ترافیک پلان خپور شوی دی. د جلسې ګډونوالو د لارښوونې لپاره په سوشل میډیا کې جزییات ورکړل شوی چې څنګه او له کومه لارې د جلسې ځای ته ورسېږي.

تېره ورځ د خیبر پختونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د جلسې ځای ولید. هغه هلته کارکوونکو ته ویلي، دا جلسه یوازې سیاسي اجتماع نه ده، بلکې د تاریخ یوه زرینه شېبه د جوړېدو په حال کې ده، ځکه چې د عمران خان په مشرۍ ریښتینې ازادي د حقیقت برملا کولو کې ده.

له دې وړاندې د پی ټي ای عمومي سیکرټر سلمان اکرم راجا او نورو مشرانو هم د جلسې ځای کتلی او ویلي یې وو، چې دا مبارزه به دوام ولري.

سربېره پر دې، ټولو مشرانو د صوبايي او ملي اسمبلۍ غړو، د پارلمان غړو او نورو مشرانو پر خواله رسنیو له خپلو اړوندو کارکوونکو غوښتي چې د جلسې ځای ته ځانونه ورسوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6051a
دکمه بازگشت به بالا