چابهار افغان سفارت د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ټینګار کړی

په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د چابهار د سوداګریزې-صنعتي آزادې سیمې د پلاوي مشر او اجراييوي رييس ډاکتر محمد سعید اربابي سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د پراختیا په موخه لیدنه کړې ده.
ياد سفارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په دې ناسته کې دغه راز د چابهار د سوداګریزې-صنعتي آزادې سیمې د ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې، د صادراتو د اسانتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، د ټرانزيټ د پراختیا او د شته ننګونو د حل په اړه هر اړخیز بحث او نظرونه تبادله شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو څرګنده کړې، چې د چابهار بندر او ازاده سیمه کولی شي د افغانستان لپاره د سیمې له مهمو اقتصادي دهلېزونو څخه یو شي او د سوداګرۍ په پراختیا کې رغنده رول ولوبوي.

