چارلي کرک: د امریکا د آزادۍ اتل او د محافظه کارانو هڅو ته دوام

ډونالډ ترمپ د محافظه کاره فعال، چارلي کرک د یادون په مراسمو کې هغه “د امریکا د آزادۍ شهید” وباله او ژمنه یې وکړه چې د هغه لارې ته به ادامه ورکړي. د امریکا ولسمشر یو وار بیا افراطي کیڼ اړخه د کرک د وژنې مسؤل وبلل.

د چارلي کرک له ترور کیدو یوولس ورځې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ په گډون د هغه په لسونو زره پلویانو، د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۲۱ مه) ددغه امریکايی ښي اړخه فعال د یادون د مراسمو په مناسبت د اریزونا په ایالت کې د گلندیل په فوټبال لوبغالي کې سره راټول سول. ددغو مراسمو وینا کوونکو چي په هغو کې نامتو څېرو هم حضور درلود، له کرک څخه د “یوه شهید، د خدای د ارادې تبلیغ کوونکي او وطنپرست” کس په توگه یادونه وکړه.

اړوند:ښي اړخه فعال او د ترمپ ملاتړی چارلي کرک په ډزو ووژل سو

د کرک میرمنې، اریکا کرک حاضرینوته په خطاب کې وویل چې۲۲ کلن قاتل، تایلر رابینسون یې چې اوس په توقیف کې دی، بخښلی دی. هغې د انجیل یوې کیسې ته اشاره چې عیسی (ع) د صلیب کیدو پروخت له خپلو پیروانو څخه وغوښتل چې دښمنان وبخښي. اریکا کرک وویل: «زما خاوند چارلي غوښتل چې د ځوانانو ژوند وژغوري، حتی د هغه چا هم چې ژوند یې ورڅخه واخیست.»

دغه مراسم په یوې کلکې مذهبي فضا او د محصلینو د محافظه کاره سازمان

“Turning Point USA” له خوا جوړ سوي وو. د رویترز د خبري آژانس په حواله لوبغالي فضا یوې انتخاباتي غونډې ته ورته وه او د ترمپ شعار”امریکا ته د عظمت ستنیدل” و.

ځینو ویناکوونکو د خپلې ویناوو په ځینو برخو کې له تهاجمي لهجې سره د کرک له پلویانو وغوښتل چې خپلې لارې ته ادامه ورکړي. ترمپچې له اریکا کرک وروسته راڅرګند سو، په خپله وینا کې د کرک قاتل “یو افراطي او په زړه سخت شیطان” وباله او ویې ویل: «دغه ترور د امریکا متحده ایالاتو په وړاندې یو برید و.»

ترمپ له هم هغه پیل راهیسې، مخکې له دې چې شکمن کس ونیول سي، کیڼ اړخي پر کرک د وژونکي برید مسؤل معرفي کړي وو. هغه په خپله وینا کې ټینگار وکړ چې بریدکوونکي کرک په نښه کړي و “خو مرمۍ موږ ټوله په نښه کړو.”

د بهرینو چارو وزیر، مارک روبیو، د دفاع وزیر پیت هگست او د ترمپ مرستیال جي ډي ونس او د کابینې څو نورو څېرې هم د دغو مراسمو د وینا کوونکو په ډله کې وو. د تسلا او سپیس ایکس خاوند ایلان ماسک هم په سټودیوم کې یو له حاضرو میلمنو څخه و.

جي دي ونس وویل چې کرک د تیر کال په انتخاباتو کې د ترمپ په بریالیتوب کې مهم نقش لوبولی، ځکه چې ویې کولای سول ځوان رایه ورکوونکي د هغه د انتخاب له پاره سره راټول کړي.

چارلي کرک د مدني ټولنو له خوا د جنسي اقلیتونو په وړاندې د هغه د نژاد پرستۍ، مهاجرت ضد، ښځو سره د کرکې او نفرت وړ څرگندونو له امله تر انتقاد لاندې راغلی و، خو د هغه ملاتړي وايي چې نوموړی د محافظه کارانه ارزښتونو مدافع او “د بیان د آزادۍ اتل” و.

د کرک وژنې په متحده ایالاتو کې د سیاسي تاوتریخوالي د زیاتوالي او په هیواد کې د ګوندي ویش د ژورولو په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.

پر کرک شکمن بريدکوونکی، ټایلر رابینسن، اوس د قتل په تور تر پلټنو لاندې دی او د یوتا د ایالت څارنوالانو د هغه له پاره د اعدام د سزا غوښتنه کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5856a
دکمه بازگشت به بالا