چارلي کرک څوک وو او ولې مشهور و؟

یو محافظه کار ځوان مشر چارلي کرک چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ ته نژدې کس و د امریکا د یوتا سیمې په یوه پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال په ډزو وویشتل شو چې وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه.

په دغه غونډه کې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه سره راټول وو.

په یوه ويډيو کې ښکاري چې ښاغلی کرک سټېچ کې پر چوکۍ ناست دی او شاوخوا ته یې ګڼ کسان راټول دي چې په همدې شېبه کې پرې ډزې کېږي او هلته راټول محصلان یوې او بلې خوا ته تښتي.

چارواکي پر دې باور دي چې پر هغه پوهنتون ته له څېرمه ودانۍ ډزې شوې دي. ډونلډ ټرمپ په یوه ویډيویي پیغام کې د هغه پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او دا یې “د امریکا لپاره یوه توره شېبه” بللې ده.

ښاغلي ټرمپ همداراز ویلي چې چارلي کرک “د ریښتینولۍ او خپلواکۍ یوه نمونه” و او امر یې کړی چې د هغه په ویر دې په فدرالي ادارو کې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند وساتل شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5471a
دکمه بازگشت به بالا