چین او روسیې د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې کړې دي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره ورځ د ټلیفوني اړیکې له لارې د منځني ختیځ پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، وانګ یي ټینګار کړی چې بیجینګ د نړیوالو او سیمهییزو مسایلو د حل لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي او د شخړو د سولهییز حل غوښتونکی دی.
په ورته مهال، سرګي لاوروف د روان کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې مسکو د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو د بېرته فعالېدو ملاتړ کوي، څو شخړې له سولهییزې لارې حل شي.

