چین : د تاجیکستان په غونډه کې د افغانستان په اړه د څلورو هېوادونو خبرې

د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د تاجیکستان په کوربتوب د شانګهای همکاریو سازمان ناستې په څنډه کې یې د افغانستان په اړه د روسیې، ایران او پاکستان له استازو سره خبرې کړې دي.
ويل شوي، دغه څلور اړخیزه غونډه د «دوشنبې ښار» په کوربتوب ترسره شوې چې پکې د افغانستان پر چارو، د تعامل پر څرنګوالي او د بیارغونې په برخو کې د ونډې اخیستلو پر لارو چارو بحث شوی دی.
د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) چې افغانستان پکې د ناظر په توګه ګډون لري، د سیمهيیز امنیت، اقتصاد او ترانزیټ په برخو کې د پام وړ ابتکارونه هم لري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5537a