چین سلګونه افغان ماشومان د زړه ناروغیو درملنې لپاره چین ته لیږدول شوي
چینایي رسنیو راپور ورکړی، چې د زړه ناروغۍ لرونکي یو شمېر افغان ماشومان د چین سره صلیب لخوا درملنه شوي، او سلګونه نور چین ته د لیږدولو په تمه دي.
چینایي رسنیو تېره ورځ(یکشنبه، د نومبر ۱۶مه) راپور ورکړ چې سلګونه ماشومان چین ته لیږدول شوي او له ۲۰۱۸ راهیسې یې د دې ډول ناروغ ماشومانو د زړه جراحي پیل کړې ده.
د شینهوا« Xinhua» د راپور له مخې، په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې په شینکیانګ کې شاوخوا ۱۰۰ افغان ماشومان د زړه ډاکټرانو لخوا درملنه شوي.
د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۵ زره نورو ماشومانو اوس د درملنې لپاره نوم لیکنه کړې او چین ته سفر کړی دی. دا ماشومان معمولا د لرې پرتو ولایتونو له غریبو کورنیو څخه دي چې د درملنې لګښتونه نشي پوره کولی.
دا وروسته له هغه راځي چې یو شمېر چینایي ډاکټرانو په دې وروستیو کې کابل ته د زړه ستونزې لرونکي ماشومانو درملنې لپاره سفر وکړ.
د دې راپورونو له مخې، دا اقدام د چین د بشري مرستو په چوکاټ کې افغانستان ته د بشري مرستو په چوکاټ کې ترسره کیږي او موخه یې د اړمنو ماشومانو روغتیا ښه کول دي.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني د ماشومانو د درملنې په برخه کې فعال دی او هر کال په خپل هېواد کې د سلګونو افغان ماشومانو درملنه کوي او څو ورځې وړاندې، یو شمېر ماشومان په جرمني کې له درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول.

