چین کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت د واکمنېدو څلورمه کلیزه ونمانځله

چین کې د افغانستان سفارت وایي، چې هلته یې د یوې غونډې په ترڅ کې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاځلي واکمنېدو څلورمه کلیزه نمانځلې ده.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د چین ولسي جمهوریت د اسیا برخې مسوول هم ګډون کړی و.
نوموړي افغانستان د چین ښه ګاونډی بللی او له افغانستان سره یې د همکاریو د پراختیا ډاډ څرګند کړی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4570a