چین کې د سرو زرو کان چاودنه اووه مړه

د چین په ختیځ شانډونګ ولایت کې د سرو زرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه کسان مړه شوي دي.
چینایي چارواکي وایي، د پېښې دقیق علت لا روښانه نهدی، خو په دې تړاو پلټنې پیل شوي دي. د سرچینو په وینا، دغه پېښه د شنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۷مه رامنځته شوې ده.
د چین چارواکي هڅه کوي، چې د کان د خوندي توب شرایط وڅېړي او د راتلونکو پېښو د مخنیوي لپاره عاجلې ګامونه پورته کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q228q

