چین ۵۰ میلیونه یوانه مرسته افغانستان ته واستوله: خیمې، کمپلې او خواړه د زلزله‌ځپلو لپاره رسېدلي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې تر ویجاړوونکې زلزلې وروسته د چین حکومت د ۵۰ میلیونه یوان په ارزښت (څه باندې اووه میلیونه امریکايي ډالره) مرسته اعلان کړه او تازه جوپه یې تېره ورځ (دوشنبه) کابل ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت د ویاند پر اېکس‌پاڼه په دې اړه لیکل شوي چې په دغو کومکونو کې خیمې، کمپلې او خواړه شامل دي او پاتې برخه به یې په راتلونکو ورځو کې ولېږل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت همداراز هیله‌مندي څرګنده کړې چې افغانان به ژر تر ژره له دې ناورینه را ووځي او و به رغېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5417a
دکمه بازگشت به بالا