ډانلډ ټرمپ: د غزې په اړه له منځني ختیځ هېوادونو سره جدي خبرې روانې دي

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، د غزې په اړه د منځني ختیځ له هېوادونو سره خبرې جدي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې هغه زیاته کړې چې اسراییل او د فلسطین حماس غورځنګ هم له دغو خبرو خبر دي.

ټرمپ ویلي، دغه خبرې به تر هغه وخته دوام ولري چې اړتیا وي.

ټرمپ روانه اونۍ د ګڼو مسلمانو اکثریت لرونکو هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره د غزې د وضعیت په اړه لیدنې کتنې کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6045a
دکمه بازگشت به بالا