ډاکټر سید عبدالله احمدي د وزیر اکبرخان پخوانی رییس فنلنډ کې ومړ

د وزیر محمد اکبرخان روغتون پخوانی رییس، ډاکتر سید عبدالله احمدي د ورپېښې ناروغۍ له امله د فنلنډ په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.
د ډاکتر احمدي کورنۍ ویلي چې نوموړی د فنلنډ هېواد په یو مجهز روغتون کې تر څو ورځو بستر کېدو وروسته ژوند بایللی دی.
بلخوا په ټولنیزو پاڼو د ډاکتر سید عبدالله احمدي مړینه ستره ضایع بلل شوې او د کورنۍ له غړو او هممسلکو سره د خواخوږۍ پیغامونه خپاره شوي دي.
د عامې روغتیا پخواني وزیر، ډاکټر وحید مجروح د ډاکټر احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او دا یې په روغتیايي برخه کې ستره ضایع بللې ده.
ښاغلي مجروح لیکلي چې ارواښاد احمدي په جاپان کې د ستونفقرات د عملیات په برخه کې تخصص کړی و او د لوړ استعداد او علمي پوهې ترڅنګ یو صادق او خیرخواه انسان و.
د ویلو ده چې په ټولنیزو پاڼو د هېواد ګڼو ډاکترانو او د روغتیايي برخې کارکوونکو د سید عبدالله احمدي پر مړینه خپګان ښودلی او د کورنۍ له غړو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

