ډاکټر عبدالله: د پاکستان بریدونه د افغانستان حاکمیت خلاف او اندېښمنونکي دي

د افغانستان د ملي مصالحو عالي شورا اجرائیوي پخوانی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان له لوري د تېرې شپې ترسره شوي پوځي بریدونه د ژورې اندېښنې وړ بللي او په کلکه یې غندلي دي.
هغه ټینګار کړی، دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل دی او د بېثباتۍ او کړکیچ د پراختیا لامل ګرځي. ډاکټر عبدالله په ځانګړي ډول بمبارد، د ملکي وګړو هدف ګرځول او تاوتریخوالی د ستونزو د حل لار نه ګڼي.
نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د هواري غوره لاره خبرې اترې او ډیپلوماتیکې لارې چارې دي، چې باید د سیمې د ثبات او سولې لپاره عملي شي.

