ډایکندي د خلکو ۲۶ میلیونه مرسته؛ ۶۸ ښوونځي او مدرسې رغول شوې

د روان ۱۴۰۴ ښوونیز کال په لړ کې د ډایکندي ولسونو له ښوونځیو او دیني مدرسو سره شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د پوهنې وزارت وايي، د دغو مرستو په پایله کې د ډایکندي ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ۶۸ بابه ښوونځیو او دیني مدرسو ودانۍ جوړې او ترمیم شوې دي، چې د پوهنیزو اسانتیاوو د پراختیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
د پوهنې وزارت مسوولینو د خلکو دغه همکارۍ ستایلې او له هغوی یې غوښتي، چې د زدهکوونکو د استعدادونو د ودې او د پوهنې د لا پیاوړتیا لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2688e
