ډونالډ ټرمپ وايي روسیه سولې ته چمتو ده او اوکراین باید ژر اقدام وکړي

ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې روسیه سولې ته چمتووالی لري او د اوکراین مشرتابه باید په دې برخه کې ژر اقدام وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې امريکا به پر کییف فشارونه زیات کړي، څو د سولې بهیر کې عملي او بېړني ګامونه پورته شي. د هغه په وینا، جګړه اوږده شوې او د حل لپاره سیاسي پرېکړې ته اړتیا ده، ځکه د روان وضعیت دوام دواړو لورو ته درانه زیانونه اړولي دي.
ټرمپ همداراز ویلي چې د سولې هوکړې لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی، خو دا چاره د اوکراین د رهبرۍ له جدي دریځ پرته امکان نه لري. نوموړي په څرګند ډول یادونه کړې چې د جګړې دوام د سیمې امنیت او نړیوال ثبات ته ګواښ دی.
له دې مخکې هم ټرمپ خبرداری ورکړی و چې مسکو او کییف باید تر راتلونکي اوړي پورې د سولې موافقې ته نږدې شي، ځکه د جګړې اوږدېدل به سیاسي او اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي.
بل‌خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه مستقیم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی چې هر ډول سوله باید د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر بنسټ وي.
شنونکي باور لري چې د جګړې د پای لپاره سیاسي هڅې روانې دي، خو د دواړو لورو ترمنځ د باور کمښت او پوځي وضعیت لا هم د چټک توافق پر وړاندې مهم خنډ بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q409q
دکمه بازگشت به بالا