ډونلډ ټرمپ: حماس به پاتې یرغمل خوشې کړي او اسرائیل به سلګونه بنديان ازاد کړي

لکه څرنګه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منځني ختیځ ته په سفر وتلی، د خپلې الوتنې دمخه یې خبریالانو ته وویل چې باور لري “په غزه کې جګړه پایته رسېدلې ده” خو دوشنبه د اکټوبر ۱۳ نېټه د منځني ختیځ په ځانګړې توګه د غزې او اسرائیلو لپاره یوه مهمه ورځ ده. ویل کېږی حماس به پاتې يرغمل خوشي کړي او په بدل کې به اسرائیل سلګونه بنديان ازاد کړي.

د اوربند د شرایطو له مخې، حماس د دوشنبې په ورځ تر ۱۲:۰۰ بجو پورې وخت لري چې ټول پاتې یرغمل خوشې کړي.

که څه هم کره وخت نه دی اعلان شوی، خو اسرائیل وايي تمه لري چې د حماس لخوا نیول شوي ټول ۲۰ ژوندي یرغمل کسان به د دوشنبې په سهار سره صلیب ته وسپارل شي. سره صلیب د حماس لخوا اسرائیلو ته د یرغمل شویو کسانو د سپارلو مسؤلیت لري.

د ډونلډ ټرمپ الوتکه، چې د یکشنبې په ماښام له واشنګټن څخه اسرائیلو ته روانه شوې، ټاکل شوې چې د دوشنبې په سهار په اسرائیلو کې ښکته شي، د اسرائیلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو او ولسمشر اسحاق هرزوګ به د امریکا د ولسمشر هرکلی وکړي.

ښاغلی ټرمپ به بیا مصر ته سفر وکړي، هلته به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره غونډه وکړي، د نړۍ مشران به هم په غونډه کې ګډون ولري. نتنیاهو او هرزوګ به په اسرائیلو کې پاتې شي. د حماس لوړ پوړي غړي به هم په غونډه کې نه وي.

ټاکل شوې چې د غزې سولې لپاره طرحه به هم په همدې غونډه کې لاسلیک شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6551a
دکمه بازگشت به بالا