کابل ته د ۳۵ ټنه بیړنۍ روغتیايي مرستې رسېږي: زلزله‌ځپلو ته ژوند ژغورونکی ملاتړ

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېج او) وايي د ژوند ژغورونکو روغتیايي مرستو نوې جوپه یې کابل ته رسېدلې ده.

ياد سازمان وايي په دې ۳۵ ټنه مرسته کې درمل، له خوارځواکۍ او روغتيايي ستونزو سره مخ ماشومانو لپاره کڅوړې، د غیر ساري ناروغيو لپاره کڅوړې، د بېړني روغتیايي غبرګون ګډې کڅوړې، د ټپونو او جراحۍ لپاره د کڅوړو تر څنګ يو شمېر نور اړین روغتیايي توکي استول شوي دي.

له دې وړاندې هم د روغتيا نړیوال سازمان افغانستان ته د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره مرستې لېږلې دي.

په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان مرستيالې مشرې ډاکترې موکتا شرما ويلي، “دا مرسته د زلزلې له کبله زيانمنو شويو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو رسولو لپاره یو مهم ګام دی.”

نوموړې ويلي،”زموږ ټيم هڅه کوي چې دا مرسته ژر او په اغېزناکه توګه اړمنو خلکو ته ورسېږي”.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د شمېرو له مخې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او له ۳۶۴۰ زيات ټپيان دي. شمېرې ښيي چې زرګونه کورونه ويجاړ شوي او لسګونه زره کسان اغېزمن شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5404a
دکمه بازگشت به بالا