کابل-جلالاباد لویه لار به د عملیاتو له امله لنډ مهال تړلې وي.

د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره خبر ورکړی چې نن، چهارشنبه، غرمه دوولس بجې د کابل ـ جلالاباد لویې لارې په «دیم کاسي» سیمه کې د غره زیانمنو برخو د ویجاړولو عملیات پیل کېږي.
یادې ادارې ویلي چې د مسافرو د ځان او مال د خوندیتوب او د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره، د کابل ـ جلالاباد لویه لار به د لنډ وخت لپاره د تګ راتګ لپاره تړلې وي.
چمتووالي ملي اداره له هېوادوالو او موټرچلوونکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې په بدیلې لارې، چې د «چهارباغ قرغه» لار یې وړاندې کوي، تګ راتګ وکړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w704e

