کابل د ابو حنیفه نندارتون پرانیستل شو؛ ایران له ۱۰۰ سوداګرو سره ګډون کړی

د ا.ا د لوړپوړو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونې د مسوولینو، ملي او بهرنیو پانګه‌والو په شتون کې نن د امام ابوحنیفه څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

دغه لوی نندارتون به د ګڼو ادارو په ملاتړ نن دوشنبه د لړم ۲۶مه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې به دوام وکړي.

له دې سره د ایران سفارت ویلي، ټاکل شوې ده چې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې پلاوی کابل ته راغلی او د څلورم افغان صنعتي او سوداګریز نندارتون کې به نن ګډون وکړي.

په کابل کې د ایران سفارت تېره ورځ(یکشنبه، د نومبر ۱۶مه) اعلان کړی چې د دغه هیواد د سوداګرۍ خونې څخه یو پلاوی کابل ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې د افغانستان د صنعتي او سوداګریز څلورم نندارتون کې ګډون وکړي.

د ایران سفارت په وینا، په دغه پلاوي کې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې لوړ پوړي مدیران او د افغانستان سره پوله لرونکو ولایتونو د سوداګرۍ خونو مشران شامل دي.

د ایران سفارت همداراز ویلي چې هېواد یې په نندارتون کې ترټولو لوی تالار لري، چې ۴۰ غرفې او ۱۰۰ سوداګر لري.

د یادولو ده چې د امام ابو حنیفه څلورم نړیوال نندارتون کې به د افغان صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f578h
دکمه بازگشت به بالا