کابل د اریانا الوتکې د صادراتو د پیاوړتیا لپاره درې ځانګړې چارټر الوتکې پېرودل کېږي

د امارتي شرکتونو د لوی ریاست تر چتر لاندې د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وایي چې ډېر ژر به د توکو د ټرانزیټ او چټک لېږد لپاره درې ځانګړې چارټر الوتکې وپېرل شي. د چارواکو په وینا، دا ګام به د افغانستان د صادراتي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې مهم بدلون رامنځته کړي.

د اریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي، چې یادې الوتکې به د بوینګ یا ایربس له ډوله وي او اټکلي بیه یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونو ډالرو پورې رسېږي. د شرافت په خبره، د دغو الوتکو رانیول به د صادراتي توکو لېږد اسانه، معیاري او له اوسنۍ بیې ارزانه کړي.

مسوولین زیاتوي، چې د نویو الوتکو په فعالېدو سره به د افغانستان صادرات، په ځانګړې توګه تازه او وچه مېوه، نباتي محصولات او نور تجارتي توکي په چټکۍ او لوړ کیفیت سره نړیوالو بازارونو ته ورسیږي. د دوی په وینا، دا الوتکې به د ټرانزیټ په برخه کې د افغانستان رقابت‌پذیر ظرفیت زیات کړي او د صادراتو کچه به په څرګند ډول لوړه شي.

دغه اقدام د هوايي ټرانسپورت د معیاري کولو، د صادراتو د لړۍ د آسانتیا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د اریانا افغان هوايي شرکت له مهمو پلانونو څخه بلل شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q8001w
دکمه بازگشت به بالا