کابل: د اسلامي همکارۍ سازمان په ملاتړ د اوبو رسولو شبکه پرانیستل شوه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارو په پرانیسته کې ګډون او وینا کړې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د اوبو رسولو یاده شبکه د اسلامي همکارۍ سازمان په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.

د پرانیستې مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د اسلامي همکارۍ سازمان له لوري د بشري مرستو ستاینه کړې او د ټولګټو پروژو په تمویل کې یې د یاد سازمان د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې .

ورته مهال، په افغانستان کې د اسلامي همکارۍ سازمان سفیر محمد سعید العیاش ویلي، یاده پروژه د بیارغونې په برخه کې د اسلامي امارت او اسلامي همکارۍ سازمان ترمنځ د ګډې همکارۍ ښه پيل دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5199a
دکمه بازگشت به بالا