کابل: د افغانستان خلاف لاس لرونکي وسایط ثبت او موقت سټیکرونه ورکړل شول

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع خبر ورکړی، چې په کابل او ولایتونو کې یې د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکي وسایط ثبت کړي او د موټر ماليکنو ته يې موقت سټیکرونه ورکړي دي.
ښاغلي قانع ويلي، یاد وسایط باید د ترافیک پولیسو له ریاست او مدیریتونو څخه خپل موقت جوازونه، سیرونه او نمبر پلېټونه تر لاسه کړي.
د نوموړي په وينا، هغه وسایط چې ثبت او سټیکر نه لري، سر له نن ورځې له کابل ولایت څخه ووځي او مالکین باید خپل وسایط په ولایتونو کې ثبت او سټیکر ترلاسه کړي.
غیر قانوني وسایط باید کابل ته رانه شي؛ خو ثبت شوي وسایط کولای شي د موقتو پلېټونو لپاره کابل ته مراجعه وکړي.
د ياد وزارت د خبر پاڼې له مخې، ثبت شوي وسایط یوازې په هغه ولایت کې تګ راتګ کولی شي، چې سټیکر یې اخیستی دی.
د وياند په خبره، د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکي وسایط د ډېرو ترافيکي پېښو لامل ګرځي؛ نو امکان لري په راتلونکې کې پرې نور محدودیتونه هم وضع شي. د کورنیو چارو وزارت له ټولو موټرچلوونکو غوښتنه کړې چې د یادې لارښوونې پوره رعایت کړي او د نه رعایت پر مهال به سخت قانوني چلند ورسره وشي.