کابل: د ایران سفیر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا ژمنه وکړه

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي وايي، د هغه هېواد خصوصي سکتور کولای شي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د صنعتونو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د ایران د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بیکدلي دا څرګندونې نن پنجشنبه (د تلې ۱۰مه) د کابل د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون په څنډه کې کړي دي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان او ایران ګډې همکارۍ په دې برخو کې د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې دي او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6163a
دکمه بازگشت به بالا