کابل د بوټانو بازار اور مهار شو، میلیوني زیان مخنیوی شویکابل د بوټانو بازار اور مهار شو، میلیوني زیان مخنیوی شوی

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې د منډوي بوټانو بازار د اورلګېدنې پېښه پر وخت د عامه نظم او اور وژنې ځواکونو له لوري کنټرول شوې او د خلکو د ځاني او مالي زیان مخه نیول شوې ده.
وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د عامه نظم او اور وژنې ځواکونو د اور د خپرېدو له پیله سملاسي او چټک اقدام کړی او په بوټانو بازار کې یې د اتو دوکانونو او لسو ګدامونو اور په اغېزمن ډول مهار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد اقدام په پایله کې شاوخوا اووه سوه زره امریکايي ډالره ارزښت لرونکي توکي خوندي شوي او نږدې سل پنځوس میلیونه افغانۍ اموال له بشپړ سوځېدو ژغورل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، د اورلګېدنې ورته پېښو د مخنیوي لپاره باید سوداګر او عام خلک د اور خوندیتوب اصول جدي ونیسي او د اور وژنې ادارې لارښوونې په بشپړه توګه عملي کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h203h
دکمه بازگشت به بالا