کابل: د تورنو افغانانو د اخراج په اړه د افغانستان او المان خبرې

د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع د المان دولتي رسنۍ (ARD) ته تائيد کړې، چې په کابل کې د افغانستان او المان د کورنيو چارو وزارتونو چارواکو کتلي دي.
د يادې رسنۍ د راپور له مخې، دواړو لوريو په دې ناسته کې د «ځينو جرمونو په تړاو د تورنو افغانانو منظم اخراج او د پراوزونو عملي کول» په تړاو تخنيکي خبرې اترې کړې دي.
د يو شمېر نورو راپورونو له مخې، دغه ليدنه د روانې مياشتې په نهم تاريخ په کابل کې ترسره شوې ده.
دا په داسې مهال ده، چې تازه دوه الماني ډیپلوماتان د «ځينو جرمونو په تړاو د تورنو افغانانو» د اخراج د پروسې د اسانتيا په موخه کابل ته راغلي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6284a