کابل د ناقانونه وسایطو ننوتو مخه نیول شوې، زرګونه موټر له ښاره ایستل شوي

په کابل ښار کې د امن عامه پولیسو د ترافیکو ریاست په همکارۍ د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې ۱۳۱۰ ملکي او نظامي وسایط ښار ته دننه کېدو په دروازو او ښاري چکپاینټونو کې درولي دي.
د امن عامه پولیسو د رسنیو دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ياد موټر د قانوني اسنادو د نه درلودو او د تورو ښېښو له امله درول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ۱۱۸۳ عراده ولایتي موټرو ته د کابل ښار د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته خپلو اړوندو ولایتونو ته ستانه شوې دي.
په همدې حال کې، د د کورنیو چارو وزارت د امن عامه پولیسو رييس ملا عبدالرحیم ظهیر د قانون د تطبیق په برخه کې د امن عامه ځواکونو د اقداماتو ستاینه کړې او له ښاریانو یې غوښتي، چې خپل موټر او کړنې له نافذه قوانینو سره برابر کړي.
ښاغلي ظهير ټینګار کړی، چې هر ډول ناقانونه عمل جرم بلل کېږي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

