کابل د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکي د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخ دي

په داسې حال کې چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی د انسان د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو شمېرل کېږي، د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وایي، له جدي اوبو کمښت سره مخ دي.
د دغې سیمې اوسېدونکي زیاتوي، د اوبو د نشتوالي له امله اړ دي هره ورځ اوږده واټنونه ووهي او یا هم په پیسو اوبه وپېري، چې دې چارې یې ورځنی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
بکتاش، د پنځلسمې ناحیې یو اوسېدونکی، وایي: «پخوا نلونه هره ورځ راتلل، خو اوس یوازې په اونۍ کې یو ځل راځي. دا وضعیت د خلکو لپاره ډېره ستونزه ده، په ځانګړي ډول زموږ سیمه له سخت کمښت سره مخ ده.»
فیضخدا، یو بل اوسېدونکی، وایي: «ستونزې ډېرې دي؛ په یخ موسم کې باید ودرېږو، تر څو د اوبو نوبت راورسېږي.»
محمد سلیمان، د دغې ناحیې یو بل اوسېدونکی، وایي: «خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ له لرې ځایونو اوبه راوړي، لکه د قصبې له سړک او د پنځه سوه فامیلۍ له سیمې.»
ذکرالله هم وایي: «د اوبو نشتوالی زموږ لپاره لویه اندېښنه ده. ژوند ستونزمن شوی، ځکه موږ اوبه نه لرو او اړ یو چې بوشکه معدني اوبه په لس افغانۍ وپېرو.»
د اوبو کمښت هغه ستونزه ده چې د پلازمېنې اوسېدونکي تل پرې اندېښنه ښيي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کابل د اوومې، شپږمې او یو شمېر نورو ناحیو اوسېدونکو د اوبو له کمښت شکایت کړی و.