کابل عامې روغتیا وزارت ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي

د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د عامې روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت د «سالم نسل، سالم راتلونکی او سالم اقتصاد» تر شعار لاندې ځانګړې غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال محمد حسن غیاثي وویل، وزارت د روغتیايي عدالت د ټینګښت، د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا او د ټولنې د بې‌وزله قشر د ملاتړ په چوکاټ کې خلکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۴۰۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه جوړ شوي، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو پراختیا او خلکو ته د لاس‌رسي اسانتیا ده.
د هغه په وینا، د روغتیايي بنسټونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې په لېرې پرتو سیمو کې هم د ناروغانو لومړنۍ روغتیايي اړتیاوې پر وخت پوره شي او پر لویو روغتونونو فشار کم شي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ټینګار وکړ، چې په راتلونکي کې به هم د ولس د روغتیا د خوندیتوب، د ناروغیو د مخنیوي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3109e
دکمه بازگشت به بالا