کابل له وارداتي برښنا د پرې کېدو له امله ښار په تیارو کې دی

یو شمېر کابل ښاریان وايي، له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د برښنا د دوامدارو پرچاویو له امله ورځنۍ چارې یې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
د کابل د خیرخانې مینې د پنځه سوه فامیلیو سیمې یوه اوسېدونکې عادله وايي: «له یوې اونۍ راهیسې په کابل کې هېڅ برښنا نشته، شپه شي راځي، خو د سهار له اته بجو وروسته پرې کېږي او تر بله ماښامه بیا نه راځي. ډېرې ستونزې یې جوړې کړي دي، یوه اوونۍ کېږي چې وضعیت همداسې دی، نه پوهېږو چې جوړېږي که نه. د شپې برښنا شته، خو د ورځې هېڅ نه وي.»
د خیرخانې سیمې یوې بلې اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «یوه اونۍ کېږي چې د شپې نهه بجې برښنا راځي، خو شااوخوا یولس بجې بېرته پرې کېږي. د ورځې هېڅ برښنا نشته، ټول وسایل مو برقي دي، خو هېڅ کار ورڅخه نه شو اخیستلی. د برښنا نشتوالی ټولو ته جدي ستونزې جوړې کړي دي.»
د کابل د کارته پروان سیمې یو بل اوسېدونکی وویل: «برښنا پرچاو ده، پرچاوي یې ډېره شوې، یوازې درې، څلور یا تر ډېره پنځه ساعته راځي. د ۲۴ ساعتونو په جریان کې همدومره برښنا وي. د پخوا په پرتله پرچاوي ډېرې شوې دي.»
د ټولنیزو رسنیو کارونکو هم د کابل د برښنا د پرچاوي په اړه شکایتونه کړي او لیکلي یې دي چې پلازمېنه په تیارو کې ډوبه ده. هغوی زیاتوي چې د ورځې برښنا نه لري او یوازې د شپې څو محدود ساعتونه برښنا ورکول کېږي.
ښاریانو د برښنا شرکت څخه پوښتنه کړې چې ولې هغه ژمنه، چې ویلي یې وو د ازبکستان د وارداتي برښنا پرې شوی مزی به بېرته وصل کړي، لا هم عملي شوې نه ده.
د افغانستان د برښنا شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د ازبکستان لهخوا د ۲۲۰ کیلو واټه وارداتي برښنا د پرې شوي مزې ترمیم چارې روانې دي او ډېر ژر به بېرته وصل شي. د امو سیند پر سر د وارداتي برښنا مزی د پرې کېدو له امله په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي ډېرې شوې دي.
د شرکت اجرائیوي رئیس هم ویلي چې تخنیکي ډلې شپه ورځ کار کوي، خو د اوبو د کچې د لوړوالي له امله چارې په احتیاط روانې دي او ستونزه به ژر حل شي.
د معلوماتو له مخې، له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا د ستونزې له امله د تیرې پنجشنبې له ورځې راهیسې د برښنا جریان په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې د پام وړ کم شوی دی.
افغانستان د تېرو څو کلونو راهیسې ډېری اړتیاوې د ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، ترکمنستان، ایران او تاجیکستان څخه پوره کوي. د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (SIGAR) ویلي چې شاوخوا ۸۰ سلنه د افغانستان د برښنا اړتیاوې له ګاونډیو هېوادونو پوره کېږي او هېواد هر کال شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالر د برښنا په پېرلو لګوي.

