کابل ښاروالۍ د کابل–لوګر سړک د قیر لومړي فاز چارې ۳۶ سلنه پرمخ تللي

د کابل ښاروالۍ وايي، چې د ښار د ټرانسپورټي زیربناوو د پراختیا په موخه د کابل–لوګر سړک د لومړي فاز د یو کیلومتر نورې برخې د قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
د يادې ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست په وينا، تر اوسه د یاد سړک درې کیلومتره برخه په درې لیکو کې قیر شوې او په دوو لیکو کې د یو کیلومتره نورې برخې قیر چارې روانې دي.
سرچینه زیاتوي، د سړک د پاتې برخو بنسټیزې چارې هم پر مخ روانې دي او دا پروژه اوسمهال ۳۶ سلنه کاري پرمختګ لري.
کابل ښاروالۍ ډاډ ورکړی چې د دې پروژې چارې به په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت سره بشپړې کړي.
د کابل–لوګر سړک لومړۍ برخه له «نجات څلي تر چرخآب» پورې اووه کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w988e

