کابل کې د رشته‌بندۍ سیمینار؛ ۳۶ نوي ښوونځي جوړېږي

د پوهنې وزارت په کابل کې د خپلو ۳۹ ښوونځیو لپاره د ثانوي دورې د رشته‌بندۍ د تطبیق په موخه یو سیمینار جوړ کړی دی.

د پوهنې وزیر مولوي سید حبیب‌الله آغا په دغه سیمینار کې ویلي چې د عصري علومو د پیاوړتیا لپاره د ریاست‌الوزرا په حکم په ټول هېواد کې ۳۶ نوي ښوونځي جوړېږي.

نوموړي زیاته کړې، افغانان له اوږدو کړاوونو تېر شوي او وزارت هڅه کوي د هېواد علمي بنسټونه لا پیاوړي کړي.

دکمه بازگشت به بالا