کابل کې د میلیاردونو افغانیو پروژې روانې دي: خصوصي سکټور پانګونې ته هڅول شوی

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وايي، اوس مهال په کابل کې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د شاوخوا ۲۰۰ پروژو چارې دوام لري.
د سریع خبري اژانس خبريال وايي، چې نوموړي دا څرګندونې د کابل په پل خشتي سیمه کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې کړې او زیاته کړې يې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره خصوصي سکټور پانګونې ته هڅول شوی دی.
د ښاروالي د معلوماتو له مخې، ياد سوداګريز مارکېټ د ۷۹۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوی، چې ۳۴۰ هټۍ لري.
ويل کېږي، له یاد سوداګریز مارکېټ څخه به د راتلونکو ۳۰ کلونو لپاره ۶۵ سلنه عواید د افغان شاهین ودانیز شرکت او ۳۵ سلنه عواید به د کابل ښاروالۍ ته ورسېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5407a