کاناډا کې پر ښوونځي برید؛ ۱۰ وژل شوي، ۲۵ ټپیان

کاناډایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د برېټش کولمبیا، ټمبلر ریج په یو ښوونځي کې وسلهوال برید شوی چې په پایله کې یې لس کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې چې په پېښه کې د ټپيشویو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی، خو پولیسو ویلي چې بریدګر هم په ځوابي ډزو وژل شوی دی.
دا پېښه زړهبوږنوونکې بلل شوې او پولیسو ټینګار کړی چې په دې تړاو څېړنې پیل شوې دي.
کاناډا کې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې زیاتې شوې چې په پایله کې یې سلګونه کسانو ژوند بایللی دی.
له تېرو څو کلونو راهیسې په امریکا، کاناډا او یو شمېر اروپایي هېوادونو کې وسلهوال بریدونه زیات شوي چې ډېری یې په ښوونځیو، بازارونو، کلیساوو او د ګڼېګوڼې په نورو ځایونو کې کېږي.
د یادولو ده چې امریکا یو له هغو هېوادونو دی دا ډول وسلهوالې پېښې پکې زیاتې کېږي او وخت ناوخت یې له امله لسګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.

