کانګرس د «سزار» قانون لغوه شو، پر سوریه لګېدلي بندیزونه د تل لپاره ختم شول

د امریکا کانګرس د بشارالاسد حکومت پر مهال پر سوریې لګېدلي بندیزونه د تل لپاره لغوه کړي دي. امریکایي چارواکي وایي، دغه پرېکړه کولای شي جګړه ځپلې سوریې ته د بهرنیو پانګونو د بېرته ستنېدو لاره هواره کړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا سنا د ۲۰۱۹کال «سزار قانون» د کلني دفاعي بودجې په چوکاټ کې لغوه کړ. دغه طرحه د ۷۷ موافقو او ۲۰ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه او تر دې وړاندې د استازو جرګې هم تایید کړې وه. تمه کېږي، چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به دغه قانون لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سعودي عربستان او ترکیې په غوښتنه د سوریې پر ضد بندیزونه دوه ځله د لنډې مودې لپاره ځنډولي وو؛ خو د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع د بندیزونو د بشپړ او دایمي لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

د سزار قانون سوریه له نړۍوال بانکي نظام څخه جلا او بهرنۍ پانګونه یې سخته محدوده کړې وه. د بندیزونو دایمي لغوه کېدل د واشنګټن او دمشق ترمنځ په اړیکو او د سوریې په اقتصادي راتلونکې کې یو مهم بدلون بلل کېږي؛ خو شنونکي وایي عملي اغېزې به یې د راتلونکو سیاسي او امنیتي بدلونونو پورې تړلې وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W2005E
دکمه بازگشت به بالا