کانګو د کان نړېدو له امله ۸۰ کسان مړه او لسګونه نور بند پاتې دي

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د افریقا په «کانګو» هېواد کې د کان‌نړېدو له امله ۸۰ کسان مړه او لسګونه نور تر خاورې لاندې بند پاتې شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې دا مهال هلته د بندپاتې کسانو د ژغورنې هڅې او د پېښې د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د ویلو ده چې په نړۍ کې د ورته پېښو ستر لاملونه د کانونو غیرمعیاري ایستنه بلل کېږي، چې هر کال یې له امله زرګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q1020w
دکمه بازگشت به بالا