کاپیسا، بلخ او پکتیا کې کلنۍ دښمنۍ پای ته ورسېدې قومي منځګړیتوب د سولې لامل شو

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په کاپیسا، بلخ او پکتیا ولایتونو کې د دوه، دریو او څلورو کلونو دښمنیو او خپلمنځني شخړو له پایته‌رسېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د پکتيا د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسوولینو د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په «سيد کرم» ولسوالۍ کې یوه څلور کلنه شخړه حل کړې ده.

سرچینې لیکلي چې د دې شخړې له امله یو کس وژل شوی هم و او د دواړو کورنیو ترمنځ پراخه ستونزې پرځای پاتې وې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لیکلي چې همداراز د کاپيسا په «نجراب» ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي تاوترېخوالي له امله راپورته شوې شخړه د یاد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت مسوولینو له لوري حل او په دوستۍ بدله شوې ده.

وزارت لیکلي چې بلخوا په بلخ کې هم د اسلامي امارت ځايي مسوولینو او قومي مشرانو دوه کلنه کورنۍ شخړه حل کړې ده.

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه خپلمنځۍ شخړې او د کلیو او قومونو ترمنځ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې وې.

خو د ویلو ده چې لا هم د هېواد په ځینو سیمو کې د ځمکې د میراث او نورو حل‌کېدونو مسایلو په خاطر د ورته شخړو له امله ځوانان ژوند بایلي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1331S
دکمه بازگشت به بالا