کرزي د پاکستان هوایي بریدونه د بشري حقونو خلاف دي، له تخریبي پالیسیو ډډه وکړي
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو پر خلکو د پاکستان د بېګانيو هوایي بریدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي چې د «تخریبي او دښمنانه پالیسیو» له تکرارولو ډډه وکړي.
ښاغلي کرزي څرګنده کړې چې په دې بریدونو کې کوچنیان او مېرمنې وژل شوي، چې دا کړنه په څرګند ډول د نړیوالو اصولو او بشري حقونو خلاف ده. هغه ویلي، دا ډول عملونه نه یوازې د افغانانو پر ژوند منفي اغېز لري، بلکې د سیمهییز ثبات او د ښه ګاونډیتوب په اړیکو هم ستر زیان رسوي.
پخواني ولسمشر په خپلې څرګندونې کې ټینګار کړی: «پاکستان باید له افغانستان سره خپلې اړیکې د نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د احتراماتو په رڼا کې سمې کړي او د عاقبت اندېشۍ له مخې د تخریبي او دښمنانه پالیسیو د تکرارولو څخه ډډه وکړي.»
ښاغلي کرزي دا هم ویلي چې د نړیوالو اصولو رعایت او د بشري ژوند خوندي کول د دواړو هېوادونو د خلکو او سیمې د سوکالۍ لپاره حیاتي ارزښت لري.

